د افغانستان د کشالې حل لاره د عملي پلانونو په هنداره کې

د افغانستان د کشالې حل لاره  د عملي پلانونو په هنداره کې

زیات شمیر شنونکي او روڼ اندي د افغانستان د رواني جګړي  او تاوتریخوالي نه دخلاصون لاره ،  د سیمي د هیوادونو سره د نیکو اړیکو، د ډیورنډ د فرضي کرښې د کشالې حل او د طالبانو سره د سولې د خبرو پورې تړي،  خو زما په اند په افغانستان کې  جګړه او  روان  تاوتریخوالی نور ابعاد او اړخونه هم لري چې، باید په دقت سره و څیړل شي .
لمړی دا چې، په افغانستان کې ددغه جنګ د حل لارې چارې د یوې کشالې د حل په څیر په علمي او عملي  بڼه  نه دي څیړل شوې . تر اوسه ،  د ښکیلو خواوو، عواملو، متحرک کوونکو فکټورونو، اسبابو، اهدافو، اغیزلرونکو اړخونو او هستو په اړه،  ښه  او لازمه څیړنه نه ده تر سره شوې ، نو ځکه مونږ  نه پوهیږو چې  له کومه ځایه یی پیل کړو او څنګه پر مخ لاړ شو. د هرې لانجې او کشالې د حل لپاره لمړی  باید د منازعاتو د حل د مثلث د  فورمول پر بنسټ  ، چې سلوک او تناقض په ځان کې رانغاړي چلند وشي. نو اړینه ده چې لمړی، د چال چلند او سلوک د مثبت بدلون  لپاره کار وشی، تر څو د اختلاف ټکي رابرسیره شي او سلیقوي اختلافات او تناقصات د منځه لاړ شي او د کشالی په اصلی موادو بحث وشی.  دغه مرحلې ته د اعتماد جوړونې مرحله هم ویل کیږي . د اعتماد یا باور جوړنې نه پس کیدای شي چې  په تدریجي ډول  د ستونځې  د حل  لپاره نورې لارې چارې و لټول شي. سره له دی چې، د ملي وحدت د حکومت په منځته  راتګ سره  په جګړه کې شدت راغلی اوځینې نورې ننګونې  او همدارنګه ګواښونه چې  د جګړې اور ته لمن وهي هم پیدا شوې دي،اما  د اشرف غني په غوره قیادت کې د کشالې د حل لپاره  یوه رڼا تر سترګو کیږي چې عبارت دی له :   غوره قیادت، ژمنتیا او اقتصادي برنامو څخه .  نو  زه په دې ځای کې د سولې د راوستلو او د ثبات او ټیکاو د ډاډمنتیا لپاره غواړم خپل نظر په لاندې شپږو ټکو کې  شریک کړم.  هیله ده چې د لوستلو نه وروسته خپلي نیوکي او وړاندیزونه راسره شریک کړۍ.

لمړی : د افغانستان جیوسټراټیژیک او جیو پولیټیک موقعت

پښتانه محلی شاعران وایی چي ؛دا خپل ښایست را پوری اور شو – ځکه لمدي جامي د ځانه تاوومه؛ د ښایست نه مراد زمونږ سټراټیژیک موقعت دی . یو شمیر شنونکي په دې باور دي چې، زمونږ سټراټیژیک موقعت ددې باعث شوی  چې مونږ تل په جګړو کې ښکیل  واوسو. خوداسې نده،  څوک  چې ورته نظر لری  یوازې منفي لوري ته  فکر کوۍ . دا چې د افغانستان جیو پولیټک او جیوسټراټیژیکموقعت د خورا ارزښت وړ دی   پر ځای خبره ده. افغانستان د اسیا د زړه حثیت لري نو طبعآ،کله  چې زړه نا رامه وي ټول بدن نا رامه وي یا په بل عبارت افغانستان په اسیا کې پروت داسې یو هیواد دی چې ،د نړۍ د سترو ځواکمنو هیوادونود سیاسي او ستراتيژیکو ګټو د اتصال نقطه تشکیلوي . په ۲۱ پیړۍ کې چین، امریکا، برتانیا، جرمني، هند، ایران او روسیه  هاغه هیوادونه دي چې د خپل اقتصادي او نظامي ژوند او پایښت لپاره د یو باثباته افغانستان شتون ته تر هر بل وخت زیات اړتیا لري ، دا چې مونږ ددې خورا مهیم جغرافیوي ارزښت څخه سمه ګټه نه ده پورته کړې  نو علت یې جنګ او جګړې نه،  بلکه د ژمنو او ریښتینو سیاسي رهبرانو نه شتون دی  او تر یو حده پورې  نړۍ ته ددې هیواد د موقعت د ارزښت نه قایلیدل وو، خو اوس نړیوال په دې ارزښت پوه شوي . مختلف قومونه او تیت او پاشلي ولسونه باید د ملي  یوالي روحیه پیاوړې او یو واحد دریز ورلري،  نو د یو ښه رهبر په شتون کی به مو مړاوې  شوې هیلې او غوټۍ و غوړیږي.  باید ووایم چې زمونږ د ګران هیواد سټراټیژیک موقعیت زمونږ د ضعف ټکی نه دی،مونږ د غښتلیو ډیپلوماتیکو  نهادونو په را منځ ته کولو او د زیرکه ډیپلوماسۍ په لرلو سره حالاتو ته ددې هیواد د ښې راتلونکې او د هیوادوالو د غوښتنو سره سم ، سیاسي نماینده ګیو ته ځانګړې توجه وکړې، او اشخاص د وړتیا له مخی غوره کړی نه د قومي او سلیقوی ارزښتنو له مخي. د مخکښه او مسلکی ډیپلوماتانو په لرلو سره کولای شو د ټینګ او تلپاتی ثبات د یقینی کولو لپاره د سیمه ایزی همکاری روحیه پیاوړي او ژوندی و ساتو او د نړیوالو سیاسی ملاتړ خپل کړو. همدا راز،  باید د ځوانو کدرنو او ډیپلوماتانو په روزلو او  تربیه کولو  باندې  پانګوونه  وکړو ،تر څو د راتلونکي لپاره لا ښه او بهتر چمتو او تیار  واوسو.  يوازینی ستونځه چې،  دا هیواد ورسره مخ دی د ځوانو ، با انرژی او ژمنو کدرونو نشتوالی دی . زیاتره کدرونه مو یا د هیواد نه په تیښته کی دی او یا هم له هیواد تللي او نه غواړي بیرته را ستانه شی. مونږ باید انتظار و نه باسو او سر له اوسه  لاس په کار شو.

دوهم قتصادۍ پياوړتیا

افغانستان  په اقتصادي لحاظ ،ښه راتلونکي لرلی شي ، خو شرط دادی چي دلته د روان کړکیچ  څخه  د وتلو  یا د روانو امنیتي ناخوالو څخه دخلاسون لار، مونږ په اقتصادي بیا روغونه او د شته زیرمو او فرصتونو په ښه مدیریت کی و لټوو. افغانستان یو  زراعتی هیواد دی ، هسک غرونه، پراخه ځنګلونه  او رواني اوبه لری چې، په اقتصادی لحاظ د یوی پټی خزانی حثیت لری. ددی تر څنګ د ځمکی لاندی د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو زخایر د معدنونو په بڼه د اقتصادی پرمختګ لپاره یوه فوق العاده منبع ده او د دغو طبعی زیرمو او معدنونو  مدیریت باید په لازمه او ښه تو ګه وشي.  د معدنونو استخراج چي اوس د هیواد په اکثره سیمو کی په غیر فنی او غیر مسلکی بڼه د قاچاقبرانو او مافیایی کړیو لخوا روان دی،  مخنیوی وشي او ددی لاری نړیوال پانګه وال تشویق کړی شي  چې ،زموږ په هیواد کې پانګونه وکړی او خلکو ته د کار زمینه مساعده شي . اوس مو هیواد په جنګ کی ښکیل دی، خو د ښه او غوره اقتصادی پلان او مدیریت په لرلو سره کولای شو چې زمونږ طبعی زیرمي د سیمی د هیوادونو او نړیوالو تر منځ د مثبتو اقتصادی سیالیو په وسایلو بدل شي. خصوصی سکتور ، افراد، اقتصادی کدرونه او حکومت به د ښه مدیریت په لرلو سره همغږی شی او پایلی به یی خورا ګټوري وی . اوس باید د ملی وحدت حکومت په لیوالتیا، ژمنتیا او پرته د هر ډول اختلاف نظر او سلیقوي برخوردونو څخه،  د هیواد د اقتصادی پرمختګ لپاره هغه پلانونه عملي کړی چې، پر مټ یی په دی هیواد کی سوله، ټیکاو، یوالی، خوشحالی او ښیرازي راتللی شی. حکومت  باید خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي، د کدرونو د فرار مخنیوی وکړی، د نړیوالو مرستو پر ځای باید نړیواله پانګونه جلب کړی، د فساد مخنیوی و کړی، د کوکنارو د کښت او قاچاق مخه و نیسی او چټک او رغنده اقتصادي اصلاحات راوولي . همدا راز ، د داخلی او بهرني پانګوني لپاره باید لازمي اسانتیاوي لکه ، اوږد مهاله ویزه، پنځه کلن جوازونه او نور زیات سهولتونه برابر کړی. اړینه بولم چې سپارښتنه وکړم د فساد د مخنوي لپاره موثره لاره دا ده چي سیستم کمپیوتری او انترنیتي شی تر څو تاجران خپل د حسابونو تصفیه د خپل دفتر څخه په ژوندی یا انلاین بڼه وکړی او لږ کاغذي کاروایی ته ضرورت پیدا شی.

دریم غوره او ښه حکومتوالي

د ښه حکومتوالۍ لپاره شپږ فکتورونه خورا مهیم دی او ددی لپاره چي د غوره حکومتوالۍ خدمات په ښه شکل  وړاندی شی نو، اړینه ده چې دغه مواردو ته زیاته پاملرنه وشی:
لمړی – تخنیکی او اداری وړتیا
دوهم –  د اداری یا نهادونو ظرفیت
دریم – باور، لرلید او د قانون حاکمیت
څلورم – حساب ورکول
پنځم –  د شفافیت اصل
شپږم – ګډون .
د تخنیکی او اداری وړتیا، ظرفیت، باور، لر لید، حساب ورکونی او شفافیت تر څنګ غواړم په مشارکت یا ګډون باندی کوچنی تبصره وکړم ځکه دغه فکتور په غوره حکومتوالۍ کی خورا مهم دی، او اکثره ستونزي چې مونږ او تاسي ټول ورسره لاس او ګریوان یو، ددغه فکتور د نه مراعت کولو له امله رامنځ ته کیږي چې ،نتیجه یی د حکومت او خلکو تر منځ د واټن زیاتوالی او بی باوری زیږول دی .  د ولسونو او خلکو ګډون کولای شی چې پالیسی اوستر اهداف او لمړیتوبونه په ښه بڼه طبقه بندی شی او د کار د پیل نه تر پایه پوری ټولي چاري په مشوره پر مخ لاړي شی. د خلکو په ګډون سره کولای شو چي ټول کارونه او چاري په مشوره او د یو ښه عملی پلان او مهال ویش له مخي پرته د زیات تکلیف څخه تطبیق شی. د خلکو د ګډون په مرسته حکومت او مسولین چي پالیسی جوړوي،  کولای شی کره او د اول لاس مالوماتو ته،  لاسرسۍ ولری او په دی توګه،کولای شی کاري لمړیتوبونه او اهداف ښه تشخیص او ټول احتمالی ګنبدونه او خنډونه لا د مخه  تشخیص کړی، تر څو په ګډه ورته د حل لاري چاري ولټوی . کله چي ولسونه او عام خلک په مشورو کی او د پلان د جوړولو څخه د مخه په پروسه کی شریک کړای شی نو تصامیم به په ښه بڼه پلي کیږي . غوره حکومتوالۍ یوه کره ولسواکی نه ده ،خو د خلکو ګډون د ولسواکي یو ښه اصل دی چي، د خلکو باور او اعتماد په پروسه ، په مدیریت او وړتیا زیاتوي او شفافیت رامنځ ته کوي، چې باید د پامه و نه غوړځول شی.

د ډیرو زیاتو نړیوالو مرستو او کمکونو با وجود، اوس هم مونږ  په افغانستان کی یوه ښه حکومتوالۍ او مناسب دولتی سیستم نلرو. دلته د عامه ادارې برخه او د عامه خدماتو څانګي اوس هم په کمزوری بڼه فعالې دي. په یقین سره،  د یوي ښه اداری لپاره مسلکي کدرونو او ژمنو خلکو ته اړتیا ده، تر څو متوازن او پرته د هر ډول توپیره عامه خدمات وړاندی کړی. خو په تاسف سره باید ووایم چې کم معاش،  پراخ فساد، د اړیکو پالل او نور زیات سیاسي ملحوظات شتون لری چې، دغه برخه یی د سوال لاندی راوستې ده او له همدی امله زیات وړ او ژمن خلک زړه نه ښه کوي چې دولتي دندي تر لاسه کړی. د افغانستان د ملکي خدمتونو او اصلاحاتو کمیسیون تر اوسه په دی نه دی قادر شوي چې، ددی هیواد لپاره د مسلکي وړتیا له مخی داسی یو سیستم پلی کړی چې پر مټ یی خلک د پروسی په شفافیت یقینی او دولتی دندو ته زړه ښه کړی. په دی مورد کی زیات خدمت او کار ته اړتیا ده.  که وکولای شو د سیمی د هیوادونو څخه مرسته او مشاورین وغواړو، تر څو د ملکی خدماتو مسلکي انستیتیوت او څانګي فعالی کړو ،چې مسلکی کدرونه راته و روزل شی او اداره مو د وړتیا او معیار له مخی خدمات وړاندی کړی.

څلورم تعلیم او تربیه

سره له دی چې د تعلیم  په برخه کی زیاتي مرستي شوی، سیستم رغول شوی، په زیاتو ولایاتو او حتا ولسوالیو کی د نجونو ښوونځي او وداني جوړي شوي دی خو، ددی تر څنګ نا امنی او ټولنیز ناوړه دودونه اوس هم په یو شمیر سیمو کی د انجونو د تعلیم د مخنیوی ستر عاملونه ګڼل کیږي. ددی تر څنګ مسلکی کدرونه او ښوونکي چي د نوی او عصری سیستم او نوی پيژندل شوی تعلیمي نصاب سره ښه اشنایی ولری،  نلرو. په ځانګړي توګه په لیرو پرتو سیمو او ولسوالیو کی زیات ښوونکي په تدریسي موادو نه دی بلد چې ،څنګه یی تدریس کړی او حتا په زیاتو مواردو کی ورباندی نه پوهیږي. دا هم اړینه ده چې ووایم په افغانستان کی زمونږ د بچیانو لپاره قبول شوی او پیژندل شوی درسی نصاب کی زیاتي نیمګړتیاوي شتون لری نو باید مونږ د کتابونو حجم ته نه بلکه کیفیت ته زیاته توجه وکړو تعلیمی نصاب باید زیات معیاری او ساده کړل شی.

پرته له ځنډه باید د تعلم او تربيه وزارت او د لوړو زده کړو د وزارت مسولین یو هیواد شموله کاری کمیټه جوړه کړی چې د هیواد پیژندل شوی کدرونه ، پوه ځوان کدرونه او نړیوال مشاورین او تجربه لرونکي ښوونکو څخه د نصاب د اصلاح لپاره مشوري تر لاسه او د هغی په مټ یو ښه او منل شوی تعلیمی نصاب برابر او سیستم کی لازمه اصلاح راوړی. ددی تر څنګ باید ابتدایه ، منځنی او عالی لیسو تر څنګ حکومت د هر ولایت د وګړو او داخلی بی ځایه شوو خلکو د شمیر په نظر کی نیولو سره، د لوړو زده کړو د تعلیم لپاره زمینه مساعده او اړین سهولتونه ورته برابر کړی.

دیني زده کړی او ټول دیني مدارس باید په کلکه څارنی لاندی ونیول شی او زیاته توجه ورته ورکړل شی. ټول هاغه دینی مدارسی چې رسمیت نلری باید اجازه ورنه کړل شی چې پخپل سر د خپله ځانه یو ځانګړی نصاب تدریس کړی. که وکولای شو چي د ټولو دینی مدارسو د ثبت او ادغام لپاره یو مهال ویش و ټاکو او په ټاکلی موده کی ټول مدارس مشخص او د منل شوی حکومتي تعلیمی نصاب د سیستم سره همغږی کړو، نو ګټه به یی زیاته وی. هاغه پلرونه چي غواړی اولادونه یی یواځی دینی زده کړی او د قران حفظ وکړی باید ددی حق څخه محروم نه شی خو شرط یی دا دی چي دوی ټول په یو رسمی راجستر شوی سیستم لاندی جذب شی او د دینی زده کړې وکړي..  دینی مدارس باید د افراطیت او سخت دریزی او تروریزم او تاوتریخوالی د تولید فابریکي نه بلکه د علم او ادب او فرهنګ مراکز وي.

پنځم متوازن انکشاف اومساوي خدمات

د هیواد زیات وګړي اوس هم په کلو او بانډو کی ژوند کوی، سره له دی چې نا امنی او د حکومت کم رنګه حضور په لیري پرتو سیمو کی ښه تر سترګو کیږی خو بیا هم دا چې خلک اکثره په کښت او کر کیله بوخت دی نو په کلو او بانډو کی ژوند کولو ته ترجیح ورکوۍ. کله چې د پرمتختګ او خدماتو خبره کیږي نو هدف یی وګړي وی. ددی لپاره چي مساوات او عدل پر ځای وی اړینه ده چې متوازن انکشاف او متوازن بشري خدمات د لویو ښارونو څخه اطرافو او لیري پرتو ولسوالیو ته هم و غځول شی ،تر څو د یو طرفه خلکو ته اړین سهولتونه او اسانتیاوي برابری شی او د بله طرفه په لیري پرتو سیمو کی ولسونه هم ،خپل ځانونه د افغانستان او د حکومت برخه و ګڼي.  د پرمختیایی پروژو او متوازن انکشاف په تطبیق سره به خلکو ته د کار زمینه مساعده شی او د ولسونو او حکومتي مسولینو تر منځ به همغږی را منځ ته شی او کله چې اړیکي تامین شی نو فاصیلی لنډیږي او باور او ډاډ رامنځ ته کیږي ، چې  د نشتون له امله یې نن سبا مونږ د زیاتو ننګونو سره مخامخ یو. وزارتونه باید خپله کلنی پرمختیایی بودیجه په مساوي بڼه په ټولو ولایاتو کی د وګړو د شمیر په تناسب مصرف او متوازن انکشاف عملی کړي. بیوزله خلک یو غښتلی او موثر ټولنیز خوندی سیستم ته اړتیا لری. مونږ اکثره وخت د ستراتیژی او پلانونو خبري کوو خو په حقیقت کی نه پوهیږو چې ستراتيژی او پلان څه مانا لری. منم چې فساد د یو ناسور او سرطان د مرض په شکل زمونږ ټولنیز ساختار او نړیوال شهرت زیانمن کړۍ دی خو مونږ کولای شو د موثر او اسان ټولنیز نظارت سیستم په را منځ ته کولو سره ولسونو ته ددی حق ورکړو چي د پرمختایی پروژو نظارت و کړی او د خپلو حقوقو څخه ننګه وکړي. دا خبره په اثبات رسیدلی چي د نا امني او وسله والو مخالفینو د موجودیت سره سره، د بیا رغوني د کارونو د تطبیق پر وړاندي کوم خاص ننګونه او ستونزه نه تر سترګو کیږي بلکه په زیاتو سیمو کی ددا ډول پروژو د تطبیق لپاره موسسات هڅول شوی هم دی خو شرط یی دا دی چې پروژی او خدمات د ټولنیز ژوند د بهبود او د ولسونو سره ښه همغږی شی.  ددی لپاره چې خلک د حکومت په هنداره کی خپل ځانونه وویني دا تر ټولو ستر ملی ارزښت دی او دا هله شونی دی چې خلکو ته عامه خدمات یو شان ورسیږی او د خلکو سره ددوی د موقعیت او عدم استازیتوب له امله توپیری چلند و نه شی. ولسونه باید د مثبت بدلون شاهد و اوسي. د متوازن انکشاف په تړاو په ولایاتو کی هم یوه ستره ننګونه شتون لری او هغه دا چي په اکثره حالاتو کی والیان یواځي هغه ملکان او مشران مجالسو او غونډو ته راغواړی چي په اسانه د ولایت په غونډو کی ګډون کولای شی او ددوی د خوښی خبري و کړي  ،یعنی صفت زیات او نیوکي هیڅ و نه کړي.  مونږ باید د ملت اصلی استازو او ریښتیني ملکانو ته مراجعه وکړو ځکه هغوي د ستونزو د حل پر وخت ډیر موثر ثابتیدلی شي.

شپږم نیمګړی او کمزوری قضایی سیستم

افغانستان یو قومی ټولنه ده چې اوږد تاریخ او غنی فرهنګ لري خو ددی تر څنګ دا هم باید و منو چې زمونږ د کلتور او دود یو شمیر موارد د نړیوالو بشری قوانینو او د انساني ارزښتونو سره په ټکر کی راځی او هم ورته په اسلام کی ځای نشته. د بیلګی په توګه که په یو کور کی یوه لویه حقوقی او جزایی ستونزه پیدا شی نو ددی لپاره چي دغه شخړه حل شی جرګه چي زمونږ منل شوی دود دی ورته راغوښتل کیږي خو په ځنی حالاتو کی ددی لپاره چي د قتل یو ستونزه او شخړه په اسانه حل شی خور د ورور د جرم په بدل کی په بدو کی ورکول کیږي چي په دی ټولنه کی ددی بدل په ارزښت څوک نه پوهیږي. دا ډول حالات اکثره د جرګو د مشرانو لخوا د ښه نیت له مخي تر سره کیږي خو پرته له دی چې د مقابل لوری د تعلیم او زغم کچه په نظر کی و نیول شی او یا د انجلی څخه د چا په سر نوشت او ژوند چي معامله صورت نیسی د هغی رضا او پوښتل شی. نو اړینه خبره ده چې په قضایی سیستم کی سمون او اصلاح رامنځ ته شی او په یو شمیر مواردو کی باید قوانین اصلاح شی. همدا راز جرګه د یو منل شوی اصل او دود په توګه باید د کوچنیو ستونزو او کوچنیو حقوقی معاملاتو د حل لپاره و کارول شی خو په پیچلی او حساسو مسایلو لکه د قتل، ترور، اختطاف او نورو درنو جرمونو کی د مسایلو څیړل باید د جرګي صلاحیت نه ، بلکې  یواځی د معتبری محکمی له لاری حل او فصل شی. ټول هغه متضاد عدلی او قضایی سیستمونه چي ، فعال دی باید په کلکه یی مخنوی وشی، ځکه دا ډول غیر رسمی متضاد ساختارونه د حکومت او خلکو تر منځ بی باوری زیاتوي او ستونزي زیږوي.

تعلیم فرض دی نو د تعلیم ترلاسه کولو لپاره باید لازم او اړین شرایط مساعد او اماده شی، همداراز د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د ولایاتو په سطحه ریاستونه باید خلک و هڅوي چي دواړه هلکانو او انجونو ته اجازه ورکړی چي تعلیم وکړی. د تعلیم تر څنګ باید د معارف وزارت او اړونده اداری د تربیه په هکله لار موثر او عملی پروګرامونه برابر کړی ځکه تعلیم کول د ښه تربیه څخه پرته ښه نه بریښي. نو ویلای شو چې متوازن انکشاف، متوازن او پر وخت بشري خدمات، تعلیم او تربیه، د کار پیدا کول او غوره حکومتوالی به د سولي د راوستلو او ثبات د ساتلو لپاره ،که په ژمنتیا سره عملی او تر سره شی، یو ښه فورمول وی.

په درنښت ،

ډاکتر حکمت سیال ، د ستونزو د حل او ناورینینو د مدیریت د نړیوال پروګرام د ماستر زده کړیال

Advertisements

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: