د ښــځـو په وړاندی د تاو تریخوالی د منځه وړلو نړیواله ورځ

د ښــځـو په وړاندی د تاو تریخوالی د منځه وړلو نړیواله ورځ

ډاکتر حکمت الله ســیال

د نړیوالو اختلافاتو د ماستری د پروګرام زده کړیال

کله چې مونږ د ښځو د حقوقو، د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالی او د ښځو د رول په اړوند خبري کو نو په حقیقت کی دا ټول هاغه څه دی چې د اسلام د ســپـیڅلی دین او د الاهی قانون (قران کریم) کی ورته ډیره زیاته پاملرنه شوی ده خو ستونزه په مونږ او تاسي کی ده چې خپل دین او دینی احکامو څخه نا خبره یو.

د نړی په ګرده هیوادونو کې د افغانستان په شمول هر کال د نومبر د میاشتي ۲۵مه د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالی د منځه وړلو نړیواله ورځ لمانځل کیږي چې اکثره حالاتو کی دغه ورځ یواځی او یواځی د لمانځغونډو په مراسمو شروع او د ورته غوڼدو د ختمیدو سره سم د لاسه د یاده وځی. دا چې په پرمختللي هیوادونو کې د ښځو پر وړاندی د تاو تریخوالی عوامل څه دی زه ورباندی تبصره نه کوم، یواځی په ګران هیواد افغانستان کی د ښځو پر وړاندی د تاو تریخوالی ځني عوامل څیړم او په څو کرښو کې حکومت ته ددی پرتو ستونزو څخه د خلاصون او د تاوتریخوالي د منځه وړلو لپاره ځنی ســـپـارښــتـني لرم چې تاسي یی لوستلو ته را بولم.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو ځانګړی پریکړه لیک تصویب کړی چې د ۱۳۲۵ پریکړه لیک په نوم نومول شوی دی چې ښځه، امنیت او سوله په بر کی نیسی. پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو څخه غوښتنه شوی چې ددی پریکړه لیک ټول موارد عملی کړی. پریکړه لیک کاږی او زیاتوی دا چې ښځه د یوی ټولنی د نیمایی څخه زیات وګړي جوړوي نو لازم دی چې ښځو ته د تصمیم نیولو او په ځانګړی توګه د سولی په پروسه کی ددوی ونډه ځواکمنه شی او یواځی سمبولیک رول و نه لوبوی. پریکړه لیک د غړو هوادونو څخه د یوی عملی پلان په ترڅ کې ددی پریکړه لیک د مواردو د عملی کولو او تحقق غوښتنه کوی. دا چې افغانستان هم د ملګرو ملتونو د سازمان غړیتوب لری نو سوال دا پورته کیږی چې ولی تر دا دمه ددي پریکړه لیک موادو د عمل جامه نه ده اغوستي؟ باید ووایم چې یواځی تیر کال د ولسمشر د یو تقنینی فرمان له مخي ناپ (ملی عملی پلان) جوړ شو خو تر دا دمه عملی شوی نه دی. دا چي ددی پریکړه لیک او په ټوله کی د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی عوامل څه دی او ولی اوس هم زمونږ په ټولنه کی ښځي د زیات شمیر ستونزو سره مخامخ دی دلته یی په ترتیب یادونه کوم:

زمونږ په ټولنه کی د ښځو پر وړاندی د تاو تریخوالی ستر عوامل په هیواد کی د رواني ناخوالی (وژونکی جګړه)، غربت او ناوړه دودونه دی. تر څو چې په دی هیواد کی د سولی او ټیکاو لپاره ګام نه وی پورته شوی نو ناوړه دودونه او غربت د جګړی سره تړلی او د منځه وړل به یی وخت ته اړتیا ولری خو که چیری تصمیم او اراده موجوده وی نو د یو لړ برنامو او پلانونو د عملی کولو له مخي کولای شو څو د ولسونو عامه پوهاوی کچه لوړه او د سولی د ټینګښت لپاره کار وکړو. او ددی هدف د لاسته راړلو لپاره باید حکومت، نړیواله ټولنه په ځانګړی ډول ملګري ملتونه او د هیواد وګړی او د ټولنی اغیزناکه نهادونه او استازي لکه علما، قومی مشران ، مدني نهادونه او ځوانان باید سره لاسونه یو او دا مشترکه پروسه تر بریا تر منزله و رسوئ او په دی اړوند باید مسولیتونو ته په ګډه اوږه ورکړل شی. حکومت مکلف دی چي تعلیم د ټولو لپاره شعار عملی کړی او یواځی د هیواد لویو ښارونو ته توجه و نه شی بلکه لیری پرتو سیمو کی ښوونځي پرانستل شی، انجوني باید ښوونځي ته لار پیدا کړی، والدین باید و هڅول شی چې خپل اولادونه ښونځي ته واستوئ تر څو په تدریجی ډول خو په اساسی شکل وګړي د خپلو حقوقو څخه خبر شی.

مدنی نهادونه او د ښځو فغالین باید خپل پروګرامونه داسی همغږي کړی تر څو د ولسونو د عامه پوهاوي کچه لوړه شی او د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی عوامل و څیړی، لمړیتوبونه یی د منځه وړلو په خاطر طبفه بندی او د منځه یی یوسی.

قومي مشرانو ته داسي روزنیز ورکشاپونه او سیمنارونه په کار واچول شی تر څو د ښځو په وړاندی د تاو تریخوالي د ناوړه عواقبو څخه خبر او پریږدی یی چې قومي مشران پخپله د قومو ترړلو او منل شوی نورمونو له لاري دغه تاوتریخوالی د منځه یوسی.

دینی علما او د مساجدو امامان باید د ممبر د لاری د قران او ددین د احکامو په رڼا کی خلک و هڅوئ چې د ښځو پر وړاندی د تاو تریخوالی مخنیوی وکړی او ښځو ته د اسلام د اصولو په رڼا کی د کار د کولو، تعلیم، د خپلی خوښي ژوند او صحي مراکزو او د رایی ورکولو حق تظمین او یقینی کړی نو ویلای شم چې په ډیر چټک او موثر شکل به د ښځو پر وړاندی د تا تریخوالی کچه تر ډیره حده را ټیټه شی.

دا چې مونږ د ډیرو ټولنیزو ناخوالو، غربت، فقر او جګړه کی یو لتاړ هیواد یو نو د ناوړه دودونو د منځه وړل، ښځو ته د هغوي روا او اساسی حقونه ورکول، فقر او غربت د منځه وړل به یو څه وخت ته اړتیا ولری ځکه دا یو ډیر ستونزمن کار دی او یوه پروسه ده چي په تدریجی خو موثر او ژمن حرکت او هوډ یی مخنوی ممکین دی.

نور بیا

په خورا درنښت

ډاکتر حکمت الله ســیال

 

 

Advertisements

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: