په افغانستان کی دداعش شتون ته یوه لنډه کتنه

په افغانستان کی دداعش شتون ته یوه لنډه کتنه

د داعش د ډلی د حضور په هکله مختلفی خبري کیدلی او کیږی:  څوک یی مالی مرسته کوي؟، څوک یې  سیاسي حمایت او ملاتړ کوي؟ ، افغانستان ته چا راوستل او د څه لپاره یې راوستل؟  او ولې یې دهیواد په ختیځ کې فعالیت پیل کړ   او داسی نور . زه به کوښښ وکړم چې دغه او دې ته ورته پوښتنو او اندیښنو ته د خپل فکر او مالوماتو په رڼا کی، تر یوه بریده ځواب ووایم خو، د ځنو  پورته مواردو په هکله د وظاحت ورکولو او لا زیاتو څیړلو څخه یواز ې د سیاسي حساسیتونو د راپارولو د مخنیوی په خاطر ډډه کوم نو،هیله ده معذرت می و منئ.

داعش څنګه او د کومه ځایه سر را پورته کړ؟

داعش؛ چې د عربي ژبې لنډیز یې د دولت اسلامي عراق او شام څخه عبارت دی او په انګلیسي ژبه کې ورته ای ایس ای ایس ویل کیږي چې، هدف ورڅخه اسلامیک ستیت اف عراق اینډ سیریا دی . د لمړی ځل لپاره ددی ډلی د حضور او شتون اوازه په کال ۱۹۹۹ کې،  په عراق کې د خلکو په منځ کې زمزمه شوه. هاغه مهال هلته د اسامه بن لادن تر مشرۍ لاندې د القاعده ډله ډیره مطرح وه خو، ویل کیږي چې د القاعده د مشرانو تر منځ ځنې اختلافات ددې باعث شول چې ددې ګروپ یا ډلې  په داخل کې ځنې جنګیالي د بل یوه ورته حرکت په جوړیدا فکر وکړي، چې دې لړۍ تر زیات وخته پورې ،په ډیره  مرموزه  او پټه بڼه دوام و موند او بلاخره  یې د ۲۰۰۶ عیسوي کال د اکتوبر د میاشتې په ۱۳مه نيټه ، د لمړی ځل لپاره په عراق کې د ابو بکر البغدادي تر مشرۍ لاندې د خپل موجودیت اعلان وکړ.

دداعش د موجودیت  اعلان په داسې وخت کې وشوو چې، د تروریزم پر وړاندی نړیوال ایتلاف چې  د امریکا متحده ایالاتو یې مشري په غاړه لرله ،په  منځني ختیځ او افغانستان کې د القاعده ډله ډیره ځپلې وه. د القاعده زیات مشران په جګړه کې د منځه تللي وو، یو شمیر یې زنداني شوي وو او یو زیات شمیر نوریی  نا درکه وو. د القاعده مالي زیرمې کنګل شوې وې او ددې ډلې د غړو  په ازاد تګ راتګ کلک بندیزونه لګیدلي وو. نو ځکه د پیل نه ،داسې ګمان کیده چې، داعش یواځې یو نوی نوم دی ،تر څو دغه ډله په نوې بڼه، په نوي حربي او جنګي تکتیک،خو  په خورا پیچلي ډول خپلې مبارزې ته  په منځني ختیځ کې دوام ورکړي . هاغه وخت داسې فکر نه کیده چې ډیر  ژر به دغه نوی زیږیدلی حرکت د افغانستان تر جغرافیه هم را ورسیږي.  د۲۰۱۳ عیسوي کال په لمړیو دریو میاشتو کې ،داعش د شام د ځینو برخو د نیولو دعوه وکړه او په دریم د فبروري کال ۲۰۱۴ یې اعلان وکړ چې دوي د القاعده سره هیڅ تړاو نلري او د همدې، یاني ۲۰۱۴ کال د جون د میاشتې په ۲۹ نیټه یې د خلافت اعلان وکړ او وویې ویل چې ددوی مبارزه او جهاد د هیڅ هیواد او سیمې پوری محدوده نه ده . دوی ته هیڅ جغرافیوي سرحد د منلو وړ نه دی ،بلکه دوی به  په ګرده نړۍ کې اسلامي خلافت او  د اسلام د شرعي نظام  د نفاذ لپاره هڅې کوي. دغې ډلې  په سوریه او عراق کې د خپلو ملاتړو شمیر تر ۲ لکه پورې ښودلی ، خو نړیوالې سرچینې  په عراق او سوریه کی ددی ډلی شمیر د ۳۰ زرو په شاوخوا کی اټکل کوي .

په افغانستان کې دداعش د موجودیت اعلان

د نن څخه پوره شل میاشتې د مخه یاني، د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ  په ۲۹ نیټه داعش  افغانستان، پاکستان او ایران  ته د خراسان   د اسلامی دولت نوم ورکړ ، چې د افغانستان لپاره یې مولوي عبدالرحیم مسلم دوست او د پاکستان لپاره حافظ سعید د مشرانو په نوم و نومول او د ځینوځانګړو مراسمو په ترڅ کې دهغه پیروانو، ددی دواړو مشرانو څخه د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو او د ننګرهار ولایت د سپین غر، اچین ، هسکه مینه او کوټ  ولسوالیو کې  بیعت  اعلان کړ. دغې ډلې د ننګرهار د یو زیات شمیر ولسوالیو بر سیره، د کونړ ولایت د وټه پور، پیچ، ماڼوګي، غازی اباد او دانګام ولسوالیو کې هم خپل ملاتړي پیدا کړل . ویل کیږي چې، دغه ډله د خپل نفوذ ساحه په بیړه د نورستان ولایت مرکزي سیمې کانتیوا، وایګل او له هغه ځایه لویدیځ  نورستان ،یعني منډول او دواب ولسوالیو ته هم غځوي، خو تر دې دمه یې کوم څرګند فعالیت نه دی تر سترګو شوی، لاکین په دغو سیمو کې یې شتون او حرکتونه محسوس شوي دي . ددې بر سیره اوس اوس، د لغمان ولایت په یو شمیر سیمو کې هم  ددې ډلې خوځښت محسوسیږي.

د ۲۰۱۴ کال په لمړیو څو میاشتو کې د افغانستان په ختیځ کی د نورستان  د ولایت په ختیځه لمنه، کامدیش ولسوالۍ کې، د لمړي ځل لپاره یو مرموز حرکت چې، چې د سیمې او محل خلکو ورته  د نقاب پوشانو نوم  اخیستو، شروع شو چې خلک یې له زیاتې اندیښمنې سره مخ  کړي وو. دغه نقاب پوشانو چې تور لباسونه او تور پوز بندونه به یې اچولي وو، په اشارو به یې خبر ې کولې او ویل کیده چې، شمیر یی د ۱۰۰ تنو څخه زیات نه وو. دوی په لمړی ځل د سیمې ۱۲ تنه طالب قومندانان په دار و زړول او بیا یې څو تنه نور هم ووژل . ویل کیده چې دوی ډ‌یر قاطع او غښتلي کسان وو او د سیمې سره یې پوره اشنایي لرله خو، هیڅ منبع دا خبره نه تایدوله چې ګواکې هغوی دهمغې سیمې خلک وو. ددغه نقاب پوشانو په اړه مختلفې خبرې کیدلې، یو زیات شمیر خلک په دې باور وو چې، دوی د لشکر طایبه د کمانډو ډله ده چې حافظ سعید یې مشری کوي او په کامدیش ولسوالۍ کې یې طالبان  ځکه په دار و زړول چې ،هغوی  نه توانیدلي چې، د افغانستان د حکومت د ملي او سیاسي پروژو د تطبیق پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي . دغه ډله د یو نا څرګنده پدیدې په څیر راغله او لاړه، بیا یې چا په اړه څیړنه و نه کړله. ددې حالت د تیریدو نه یوازې څو میاشتې وروسته داعش یا د خراسان اسلامي دولت نومې ډله ،د لمړی ځل لپاره  په ډیر  تدریجی او ورو ورو  د ننګرهار ولایت په  ځینو سرحدي سیمو ،لکه سپین غر، اچین، هسکه مینه او کوټ  ولسوالیو کې،  را څرکنده شوه او رسمآ یې هلته د خپل شتون اعلان وکړ. دا چې خلکو ته معلومه شوه چې حافظ سعید یې یو د مشرانو څخه وو، نو خلک باوري شول چې هغه ډله  چې د لومړي ځل لپاره یې ، د نورستان ولایت د کامدیش په ولسوالۍ کې فعالیت پیل کړ ی وو، اصلآ همدغه د داعش ډله ده چې مشری یی حافظ سعید کوي. دی خبری طالبان او نورې تروریستي ډلې په اندیښنه کې واچولې او په ننګرهار کې یې یو شمیر سیمې چې طالبانو  پکې، نسبتآ بر لاسی درلود، پرته د کوم مقاومت څخه  پریښودلې او ځای یې داعش و نیوه.

په ننګرهار ولایت کې د لمړي ځل لپاره، د داعش د موجودیت او فعالیت څرک په  سپین غر، کوټ او هسکه مینه ولسوالیو کې،  چې سرحدي ولسوالي  دي، تر سترګو شو. دغه ولسوالۍ  د یو مثلث بڼه لري چې په خپلو کې سره تړلې لارې لري او خورا زیات ستراتيژیک ارزښت هم لري.   په دې ولسوالیو کې د شینوارو لوی قومونه میشت دي.

داعش ولې د ننګرهار په سرحدي ولسوالیو کې خپل شتون اعلان کړ ؟

دداعش لمنه په ډیره چټکۍ سره د ننګرهار ولایت په شینوارو قوم میشته سیمو لکه هسکه مینه، سپین غر، اچین، نازیان او کوټ ولسوالیو کې پراخه شوه ، خو په مهمند ،خوګیاڼي او پشایي قوم میشته ولسوالیو کې یې بیا موجودیت پیکه او کم رنګه وو، خو دمطلق نه موجودیت څخه یې هم انکار نه شو کولای.

دهسکې مینې یا ده بالا، سپین غر، اچین ، نازیان او د کوټ ولسوالیو ستراتیژیک موقعیت د خورا اهمیت وړ دی . په دې سیمو کې ګڼ ځنګلونه، تاو او پیچ غرونه ،د طبیعي سمڅو موجودیت  او نا کنترول کیدونکي کنډونه او لیارې چې، وسله وال په اسانه کولای شي، د سرحد دواړو غاړو ته ازاد تګ راتګ وکړي، شتون لري. همدا راز، دغه سیمې سرحدي لنډې لارې لري او د جنګیالیو لپاره د لوجیستیکي توکو لیږد را لیږد او د زخمیانو انتقال اسانه او په کم وخت کې تر سره کیږي . ددې تر څنګ دغه سیمې د جهاد د وخت څخه تر دا دمه په میلمه پالنه او پنا ورکولو کې هم نوم لري . د یادونې وړ بولم چې، په پورته ټولو سیمو کې د پخوا څخه د افغانستان د حکومت حاکمیت او شتون کمزوری وو، دولتي حاکمیت په اکثره سیمو کې یوازې د ولسوالۍتر څلور اطرافو پورې محدود پاتې شوی وو.په یو شمیر دغو ولسوالیو کې د قومونو تر منځ ژور اختلافات او تاوتریخوالی هم اوج ته رسیدلی وو چې له امله یې یو شمیر خلکود داعش تر راتګ د مخه ، خپل کورونه د احتمالي جګړې له ویرې پریښي وو او ښارونو یا نورو با امنه ولسوالیو ته یې ګډې کړی وې . په دی سیمو کې د جګړې تاوتریخوالي او د حکومت د اړینې توجه د نه کولو له امله، قومي غښتلي ساختارونه چې، پخوا موجود وو، ویجاړ شوي وو او د پخوا په څیر قومونه د یوې واحدې او یو موټي مشرۍ تر چتر لاندې نه وو پاتې شوي .  د زیاتو نړیوالو مرستو سره سره ،په اداره کې  پراخ فساد ددې باعث شوی وو، چې د خلکو همکاري او اړیکې د ځایي چارواکو سره پیکه او کمرنګه شي ، ځوانانو ته د کار فرصت نه وو برابر شویاو  ډیری خلک بې روزګاره وو او د متوازن انکشاف تر شعار لاندې هم دغه سیمیو ته سم خدمت او مرستې نه وې رسیدلې.  نو ځکه ، ټول  پورته ذکر شوي موارد په ګډه، د داعش موجودیت ته ښه مساعدونکی فکتور وو او داعش هم ددې نیمګړتیا څخه په  ګټه پورته کولو سره، خپل فعالیتونه د همدې ځایه پیل کړل. داسې نظر هم موجود دی چې، داعش د خپل فغالیت لپاره ننګرهار ځکه انتخاب کړ چې ،پدې ولایت کې د طالبانو حرکت او قوت دومره متحد، ژمن او غښتلی نه وو، لکه د هیواد په جنوبی او جنوب لویدیځو سیمو کې. د هیواد په جنوب کې د حقانی شبکه مسلطه وه او په جنوب لویدیځ کې،چې د طالبانو اصلې ټاټوبی بلل کیږي، طالبان په روان حالت باندی بشپړ مسلط او حاکم وو، نو داعش نه شو کولای چې د هاغه ځایه خپل فعالیت پیل کړی.

د خراسان د اسلامی دولت یا داعش تشکیلات

په لویه کچه ابوبکر البغدادی د اسلامي خلافت امیر او مشر بلل کیږي، چې ټولو جنګیالیو یې ورڅخه په یمن، عراق، شام، سوریه او افغانستان کې بیعت اعلان کړی دی . ویل کیږي چې، ابو مسلم الترکمني په عراق کې ، ابو علی العنبری  په سوریه کې او  ابو علی الافری په شام کې د ابوبکر البغدادی د مرستیالانو په توګه فعالیت کوي او ددې تر څنګ،په نظامی برخه کې یې ابو سلیمان النصر مخکښ مشر دی. همداراز، ابو ارکان الامیری د اسلامي خلافت د سرتاسري شورا مشري په غاړه لري ،چې مرکز یې په عراق کې دی. د اسلامي خلافت ویاند ابو محمد العدنانی دی او په سوریه کې یې د نظامی برخې مشري د ابو عمر الشیشانی په غاړه ده.  په افغانستان کې یې مشري مولوی عبدالرحیم مسلم دوست او حافظ سعید کوي. (د یادونی وړ ده چې، دغه حافظ سعید چي دداعش مشري یی په غاړه لرله، د لشکر طایبه د ډلی مشر حافظ سعید نه بلکه، د اورکزی اجنسۍ اوسیدونکی وو چې پخوا تر دې د تحریک طالبان پاکستان یو مخکښ قومندان پاتې شوی وو)  

عبدالرحیم مسلیم دوست چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې، د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې دنده لرله ،اصلآ د کوټ د ولسوالی سره تړاو لري  او د یوې خاصې  مفکورې خاوند دی چې ،په افغانستان کې د خراسان د اسلامي دولت د ډلېمشري ور په غاړه ده. څرنګه چې، نوموړی د یوې خاصې مفکورې څښتن  او د وهابي  مکتب  پیرو وو، نو په خپله پلرنی ولسوالۍ کې یې په اسانۍ سره وکولای شول  چې، یو شمیر ځوانان دداعش لیکو ته جذب کړي.  نوموړي تر دې د مخه  د ننګرهار په یو شمیر ولسوالیو کې ځنې دیني مدرسې او مساجد جوړ کړي وو چې ،تر دې وړاندې دداعش د تور بیرغ لاندې د خلافت د خپراوي په نوم ،تنکي ځوانان او دپاخه عمر بې روزګاره کسان دې ته اماده وو چې، د مولوی عبدالرحیم مسلم دوست دعوت ته لبیک ووایي او دداعش لیکو ته شامیل شی.

داعش یا د خراسان داسلامي دولت اکثریت غړي چې ،په افغانستان کې فعالیت لري، د فاټا یا د خیبر پښتونخوا د قبایلو سیمو د اورکزی قوم سره تړاو لري، ځکه چې ددې ډلې عمومي مشري حافظ سعید کوله اونوموړی پخپله هم اورکزی وو.  ویل کیږي چې حافظ سعید  د ۲۰۱۶ کال د اګست د میاشتې په شپږمه نیټه د اچین ولسوالۍ د پیخې تختو سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې  ووژل شوو، تراوسه یې ځای ناستی ندی غوره شوی، خو ویل کیږي چې یو تن دلوګر د ولایت اوسیدونکی د دې ډلې دمشر په توګه غوره شوی دی.

د افریدو  د اورکزی قوم څخه علاوه، یو شمیر پخواني طالبان ،یا په فکري لحاظ او یا هم د ښو  مادي امکاناتو د لاسته راوړلو لپاره د طالبانو د اسلامي تحریک څخه جلا او د داعش ډلې سره یو ځای شول. ددې تر څنګه، یو شمیر فرصت طلبه خلک چې په سیمه کې یې د خپلو نا مشروع ګټو د لاسته راوړلو لپاره د تور بیرغ لاندې دریدل غوره ګڼل، هم په بیړه  د داعش سره بیعت وکړ. همدارنګه ویل کیږي چې، یو شمیر هاغه خلک چې شخصي دښمنۍ او قومي بدۍ او هم د  طالبانو سره ځنې ستونزې لرلې، دداعش تر بیرغ لاندی دریدل  ورته یو ښه چانس او فرصت وو، تر څو ددې لیارې خپل اهداف لاسته راوړي. شنونکي په دې باور دي چې، پخواني سلفیان یا وهابیان په فکري لحاظ، د داعش یا د خراسان د اسلامي دولت د ملا د تیر حیثیت لري او همدوی دي چې، دداعش لیکو ته زیات جلب او جذب کوي او د خلافت د خپرولو په پلمه، د خراسان اسلامي دولت یا داعش لیکو ته په فکري لحاظ ځوانان او بشري قوه برابروي.

په هاغه سیمو کی چې داعش فعالیت لری ځایی خلک وایی چې ددوی په منځ کی زیات شمیر بهرنی اتباع هم موجود دی. په لمړیو کی داسی ګمان کیده چې تحریک طالبان پاکستان، لشکر اسلام او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ جنګیالي هم د داعش په منځ کی شتون لری او دوی ټول د یوي هستی څخه امر تر لاسه کوی او خپل فعالیت پر مخ وړی خو په دی ورستیو کی دا څرګنده شوه چې تحریک طالبان پاکستان تر دا دمه د داعش سره په ښکاره بیعت نه دی کړی او همدا راز د منګل باغ تر مشری لاندی د لشکر اسلام ګروپ هم په ښکاره بیعت نه دی کړی خو ویل کیږي چې د حافیظ سعید د وژل کیدو نه وروسته د لشکر اسلام جنګیالیو په یو شمیر دولت ضد عملیاتو کی دداعش ملاتړ کړی دی. داسی هم ویل کیږي چې یو شمیر چیچنایی جنګیالی په دی ورستیو کی په افغانستان کی دداعش سره یو ځای شو چې ګمان کیږی دوی د ازبکستان د اسلامی غورځنګ سره تړاو لری خو په ښکاره دغه ډلی تر دا دمه د داعش سره بیعت نه دی  اعلان کړی.

یو کال مخکې داسې ویل کیده چې دداعش د جنګیالیو شمیر د ۳۰۰۰ په شاوخوا کې وو،خو  هغه مهاله یو زیات شمیر یې اوس له منځه تللي  دي او اوس  ویل کیږي چې،  شمیر  یې د  ۱۵۰۰کسانو څخه زیاته نه دی ، اما کره ارقام په لاس کې نشته او دغه ارقام د یوې دولتي سر چینې څخه تر لاسه شویدي .

داعش په ننګرهار کې د خلافت په نوم ایف ایم راډیويي خپرونه لري چې ،په ورځ کې دوه ساعته خپروني کوي . ویل کیږي چې ،د خلافت د راډیو خپرونو او تبلیغ د ځوان کهول په ذهن ډیر اغیز کړی او له همدې امله  دنورو نژدې ولسوالیو څخه یو شمیر ځوانان هم د داعش د لیکو سره یوځای شویدي . هغه شمیر ځوانان چې ،نوي دداعش د لیکو سره یوځای کیږي،د داعش د تربیوي مرکزونو څخه چې د شیخ ابو عمر البغدادي، شیخ ابو موسی الزرقاوي او شهید حکیم الله مسید په نومونو، د ډیوریند د کرښی دواړه غاړو ته په پټه فغال دي،روزل کیږي او بیا دجګړی میدان ته استول کیږي.

هر څوک چې دداعش د اصولو او مقرراتو سراختلاف ولري، د سختی سزا سره مخ کیږي او ویل کیږي چې، داعش د ډیورینډ د پولې ها غاړه ،د تور دره په نوم سیمه کې چې،په تیرا کې موقعت لري، یو ستر زندان هم لري، چې ګڼ شمیر بندیان او یرغمل یې پکې ساتلي دي.

دداعش پر وړاندی ولسی پاڅونونه او د حکومت غبرګون

تیر کال په سپین غر  ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په  ډله ایز توګه وژل ( په بمونو کښینول او وژل)، په هسکه مینه کې د جاسوسۍ په تور ،د څو تنه قومي مشرانو او ځوانانو سرونه د تن څخه جلاکول (حلالول) او همدا راز،  په کوټ ولسوالۍ کې د ملکۍ وګړو کورونه سوزول، ماشومان، ښځې او سپین ګیري په بې رحمۍ سره وژل او  نور بې دریغه ظلمونه ،هاغه څه وو چې،د سیمې د خلکو په زړونو کې یې د داعش  په وړاندې کرکه راپیدا کړه او د خلکو دغه  کرکه او نفرت،ورځ تر بلې زیاتیږي او دا ددې څرګندونه کوي چې داعش به هیڅکله هم  و نه توانیږي چې  په افغانستان کې ولسي ملاتړ خپل کړي . داعش په ښکاره او څرګند ډول ،د جګړې د نړیوالو قوانینو څخه سر غړونه کوي او د بشر حقونو ته هیڅډول درناوي نه لري نو، ځکه یې پر وړاندې د نړیوال ایتلاف غبرګون هم جدي بریښي . له بلې خوا ،طالبانو چې د ولسونو په منځ کې دداعش پر وړاندې کومه کرکه او نفرت و لیده، نو خپله رویه او چل چلند ته یې  په مثبت او بیړنی ډول بدلون ورکړ او نرمي یې غوره کړه، تر څو وکولای شي چې دداعش پر وړاندې  د ولس ملاتړ تر لاسه او خپل کړي چې ،هماغسی هم وشول او په ډیرو ځایونو کې ولس دداعش پر وړاندې د طالبانو ملاتړ وکړ. ښه بیلګه یې د پچیر او اګام ولسوالیو کې ولسي پاسون دی چې، د طالبانو ملاتړ د ځان سره لری .

دداعش  د مخ په زیاتیدونکو تهدیدونو د مخنیوي په خاطر، د ولسي جرګي لمړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر د ننګرهار قومي مشران ، علما او پخواني جهادي قومندانان سره راغونډ کړل او د یو شمیر هڅو وروسته،  د ننګرهار ګڼ شمیر علماوو فتوا ورکړه چې ،د داعش پر وړاندی جګړه جهاد او مقدسه  جګړه ده،چې په پایله کې یې د داعش پر وړاندی په اچین، نازیانو او کوټ ولسوالیو کې ولسي پاڅونونه وشول او خلک دداعش په وړاندې ،د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګه ودریدل .  ددې تر څنګ افغان امنیتي ځواکونو، د شاهین او قهر سیلاب په نوم نظامي عملیات په لاره واچول چې ،تر اوسه یې  ښه نتیجه ورکړې او حکومتي مسولین، داعش ډلې ته د زیاتو تلفاتو د اړولو دعوه هم کوي.  د راپورونو له مخې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو له ویرې داعش وسله وال د سمې پریښودو ته اړ شوي دي  او ویل کیږي چې، یو شمیر داعش جنګیالي لکه څرنګه چې پخوا هم ګمان کیده د هیواد جنوب ته تښتیدلي دي او هلته یې خپل پټ ځایونه او تربیوي مراکز پرانستلي دي.

د مالوماتو له مخیې، داعش اوس مهال د زابل ولایت  په خاک افغان ولسوالۍ کیې، خپل تربیوي مرکز پرانستی چې دسیمې جنګیالي پکې روزي او د ځان سره یې یو ځای کوي. همدارګه،ویل کیږي چې، داعش زیاتې پیسې لري او څرنګه چې، د سیمي خلک غریب دي نو ښایي ډیر په اسانۍ سره د داعش د لیکو سره یو ځای شي . د زابل چارواکي ددې خبرې د پخلي تر څنګ، دا هم وایي چې په زابل کې دداعش ډله په عراق کې د خپلو مشرانو سره په تماس کې ده او د سټیلایټ له لارې دوامداره اړیکې ورسره  نیسي او د هغوی څخه مالي مرستې تر لاسه کوي.

سره له دیې چې، په تیر یو نیم کال کې ویل کیږي چې،  ۱۵۰۰ تنو په شاوخوا کې داعش وسله وال مړه یا ژوبل شوي دي او مهم  مشران یې هم د منځه تللي، اما د جګړې په شدت کې کوم خاص تغیر نه تر سترګو کیږي او همغسې لا روانه ده .

څنګه کیدای شي، په سیمه او افغانستان کی د داعش د زیاتیدونکي اغیز او ګواښونو مخیوی وشي.

په منځنیي ختیځ کې دداعش دریځ او فغالیتونو ته په کتوسره،  ویلی شم چې، ددي ډلې راتلونکی تهدید افغانستان، سیمې او نړۍ ته ډیر جدي دی . مونږ په هیڅ منطق او دلیل سره د پخوا په څیر نه شو ویلای چې، د وطن ګوند لپاره ښه بدیل مجاهدین، د مجاهدینو لپاره طالب او د طالب لپاره ښه بدیل داعش دی : نه په هيڅ قیمت نه . د افغانستان غیور او جنګ ځپلی ولس او حکومت، د داعش بدیل ددې  پدیدې په له منځه وړلو او د سولې او ټیکاو په راوستلو کې وینو او بس. مونږ افغانان په هیڅ ډول دداسې حرکت په څنګ کې نه ودریږو چې، زمونږ ملي تمامیت، ازادي او افغاني غیرت د پردو د سترو اهدافو د ترلاسه کیدا لپاره ، د ګاونډیانو د بې ثباتۍ او بربادۍ په قیمت تمام شي. داعش ځایي پدیده نه ده ، دا یوه صادر شوې او تپل شوې څیره ده ، نو د دې پدیدې د له منځه وړلو په خاطر، باید د افغانستان حکومت، د سیمي هیوادونه او نړیوال په ګډه یو واحد، ژمن او عملي دریځ  ولري.

دا چې د داعش کړنې او تحرکات نه یواځې د افغانستان او خلکو بلکه د هر ډول  سیاسي او نظامي خوځښتونو سره په ټکر کې دي ، نو د ملیي وحدت حکومت باید ددې فرصت څخه ښه استفاده وکړي، تر څو دنړیوالو څخه د خپلو امنیتي ځواکونود بهتر او ښه تجهیز په موخه ، ټول اړین نظامي توکي او مرستې تر لاسه کړي .  ددې  تر څنګه، باید د طالبانو او حزب اسلامي سره د سولې پروسې ته د عمل جامه وا غوندي، تر څو د افغانستان د امنیتي ځواکونو لیکې لا پسې پیاوړې او مظبوتې شې او حکومت مو لا غښتلی تلپاتې واوسي او  ډیموکراتیک مشروعیت تر لاسه کړي.

افغانستان، ایران، د مرکزي اسیا هیوادونه د روسيې په شمول، هندوستان او که چیرې و غواړی پاکستان هم باید دداعش په وړاندې یوه ګډه، اغیزمنه ، عملي ستراتيژي او ټلواله یا ایتلاف را منځ ته کړي چې، د امریکا، برتانیا او سعودي عربستان مالي او د ګردي اسلامی نړي سیاسي ملاتړ د ځان سره ولري نو ،په مټې به ددې ډلې د راتلونکي تهدید څخه نجات و مومو.

په درنښت ،

ډاکتر حکمت سیال ، د ستونزو د حل او ناورینینو د مدیریت د نړیوال پروګرام د ماستر ي د پروګرام محصیل

 

 

 

Advertisements

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: