په افغانستان کی د سولی ناکامه پروسه

په افغانستان کی د سولی ناکامه پروسه

ډاکتر حکمت الله سیال

د سولی پروسه د کرزی د واکمنی په مهال په داسی حال کی شروع شوه چي د پیل څخه یی زیاتی نیمګړتیاوي لرلی. د وخت حاکم جریان د سولی د عالی شورا را منځ ته کړله تر څو د سولی پروسه او د طالبانو سره د سولی خبري پیل کړی چې په مختلفو برخو کی یی زیاتی نیمګړتیاوي لرلی. د هر څه نه مخکی حاکم جریان یوه منظمه او هر اړخیزه ستراتیژی نلرله تر څو د سولی د پروسی او د سولی د خبرو څرنګوالی پکی روښانه وی. د شورا تشکیل او د سولی د شورا ځنی غړی یی د پیل څخه بی طرفه نه وه او زیات شمیر غړی یی یو فریق ګڼل کیده. د سولی د شورا د غړو سره لازیم او اړین صلاحیت نه وو تر څو د سولی پروسه په ښه شان پر مخ بوځی. د ملی یوالی د حکومت په رامنځ ته کیدو هم د سولی د شورا او په مجموع کی د سولی د پروسی شته نیمګړتیاوو ته توجه و نه شوه.  زه دلته د سولی د شورا د غړو په طرف، بی طرفې او وړتیا خبری نه کوم یواځی ځنی عمومی نیمګړتیاوو ته اشاره کوم او څو وړاندیزونه لرم که په پام کی و نیول شی نو په دی هیواد کی سوله لری نه ده.

دا چي سوله د افغانانو ابرم او اشد ضرورت دی نو ددی کار لپاره لازیم بولم چې وړاندیز وکړم چې د ملی یوالی حکومت باید ژر تر ژره د سولی عالی شورا او په ولایاتو کی د سولی د شورا لغوه کړی او د سولی د خبرو لپاره یوه منظمه، مسلکی او هر اړخیزه ستراتيژی جوړه کړی، ځکه چې د سولی د خبرو د پیل څخه تر دا دمه زیات شمیر طالبان د پروسي سره یوځای شوی خو د جګړی په شدت کی هیڅ کموالی نه دی راغلی او بلکه جګړه نوره هم زیاته شوی، ملکی تلفات زیات شوی او د سمی هیوادونو هم په ډول ډول ددی پروسی څخه د خپلو سیاسي موخو د لاسته راړلو لپاره ګټه پورته کړی. د سولی د پروسی له امله د افغان امنیتی ځواکونو ننګوني لا پسی زیاتي شوی، ددولت او خلکو تر منځ د واټن یو دلیل هم د سولی ناکامه پروسه ده چې له امله یی خلک د حکومت او د سولی د شورا په استقلالیت شک کوی ځکه چې یو شمیر طالبان چې د سولی د پروسی سره یوځای شوی دی د نړیوالو امنیتی ځواکونو لخوا پرته د ځنډه نیول شوی او زندان ته استول شوی دی ځکه چې نړیوالو امنیتی ځواکونو د یو شمیر طالبانو په وړاندی خپل ملاحظات لرل چی د سولی د پروسی سره یوځای شوی وو. د سولی د شورا زیات مصارف او د وخت ضایع کول به د سولی او ثبات سره مرسته و نه کړی ځکه کوږ بار تر منزله نه رسیږی اوس مو هم زیات فرصت د لاسه ورکړی دی او نور وخت باید ضایع نه شی. نو د سولی او تلپاتی سیاسی ټیکاو د راتلو په خاطر لاندي وړاندیزونه لرم

لمړی: د سولی شورا دی منحل اعلان شی او هاغه مصارف او بودیجه چې د سولی د پروسی لپاره مختص شوی باید افغان امنیتي ځواکونو او په ځانګړی ډول د ملی امنیت ادرای ته په واک کی ورکړل شی تر څو ددغه بودیجی پر مټ افغان امنیتی ځواکونه خپل اوپراتیفی کارونه تر سره کړی او د هیواد سرحدونه د ورانکارو د تلو راتلو څخه خوندی کړی او هم د ملی امنیتی ځواکونو نسبی اړتیا او وړتیا غښتلی شی.

دوهم: د سولی پروسه باید د دریم ګړی منځ پال له لاری مخی ته لاړه شی او په دی اړه د ملګرو ملتونو رول د پام وړ دی او د ملګرو ملتونو په راښکیلولو کی به د پام وړ لاسته راوړني یقنی شی چې د بیلګی په ډول یی تری یادونه کوم. لمړی دا چي ملګری ملتونه د یو دریم ګړی، بی طرفه او ټولو خواوو ته د منل شوی نهاد په څیر به وکولای شی د سولی پروسی ته لا زیات قانونی بڼه ورکړی او نړیوال باور به یی هم زیات وی. دوهم دا چې ملګری ملتونه خپله مستقله بودیجه لری نو د افغانستان په حکومت به د زیات لګښت بار کم شی. دریم دا چي ملګری ملتونه به په تمامه مانا د سولی د پروسی د څرنګوالی، ستراتیژی مسولیت ولری. دریم دا چې ملګری ملتونه د هغه ماموریت د لایحی له مخی چی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ورته سپارلی و کولای شی د سیمی د هیوادونو همکاری د سولی د پروسی سره ټینګه او یقینی کړی ، څلورم دا چې ملګری ملتونه د سولی په پروسه کی مسلکي قدرونه او نړیواله تجربه لری چي په مټ به یی و کولای شی دغه پروسه په مسلکی بڼه د بریا تر منزله ورسوی او هم به هاغه طالبان چې د سولی د پروسی سره د یوځای کیدو هیله لری خو د نړیوال تظمین او امنیتی معافیت څخه انديښنه لری په ډیر طبعی شکل حل شی.

د ملګرو ملتونو په موجودیت کی به د سولی د پروسی ننګونی، احتمالی خنډونه او سیاسی مسولیت د همدوی په غاړه وی او افغان حکومت به یی په ستراتیژیک شکل د سیاسی مسولیت نه خلاص وی.

دریم: دا چي افغانستان د زیاتو نورو ننګونو لکه اداری فساد، د هیواد دفاع، د ملی امنیتی ځواکونو د مدیریت غښتلی کولو او خورا زیاتو نورو ننګونو سره لاس او ګریوان دی نو د سولی د خبرو پر ځای به دوی وکولای شی چې خپل کاري لمړیتوبونه نورو برخو ته سوق کړی.

څلورم: افغان حکومت دی ژر تر ژره ملی دودیزه جرګه راوغواړی تر څو د قومونو د ښکیلتیا پر مټ د عامه پوهاوي، د باور ارامه فضا رامنځ ته او په نړیوالو فشار راوړی تر څو د ملګرو ملتونو سره د خپل قومی ، دودیز او تاریځی رسالت د ادا کولو په اساس د اوربند لپاره لاره هواره او د سولی او ټیکاو لپاره کار وکړی او د هیواد حاکم جریان به د لا زیاتو سیاسي ننګونو او د نورو تروریستی ډلو د ګواښ څخه ازاد شی او افغان امنیتی ځواکونه به د قانون د ټینګښت او د هیواد د ځمکني بشپړتیا د ساتلو او د پولو څخه په کلکه دفاع خپل لمړیتوب و ګڼی چې دم ګړی ورته کمه توجه شوی.

باید ووایم چي د مخدره موادو د کر او قاچاق سره مبارزه به بیا هم تر یو لنډ مهاله پوری د افغان امنیتی ځواکونو په وړاندی یوه ننګونه وی خو د طالبانو سره د جګړی فشار به یی کم شی چې یو ښه ګام به وی.

که چیرته پورته مواردو ته په دفت پام وشی نو د سیمی د هیوادونو یو شمیر غوښتني چي د سولی د پروسی پر وړاندی یو خنډ دی د ملګرو ملتونو د موجودیت له برکته د نړیوالو نورمونو په نظر کی نیولو سره په یو منل شوی چوکاټ کی ځای و مومی ، ملکی تلفات به کم او د افغان امنیتی ځواکونو لیکی به پیاوړی شی او سر تا سری شفافو ټاکنو ته به لار هواره او د کور داخلی ستونزی به مو د منځه ولاړی شی او د سولی ارمان به مو پوره شی.

 

په خورا درنښت

حکمت سیال – ننګرهار

Advertisements

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: